د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا په افغانستان او نړۍ کې د بشري اوربند غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي چې په نږدې ورځو کې به د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کېږي او دی به کلنۍ وینا ورته اوروي. دده په خبره تر ټولو ډېر تمرکز یې پر دې دی چې په نړۍ کې د روانو جګړو لپاره د پای ټکی پیدا کړي. هغه د بین الافغاني خبرو پیل ته په ښه سترګه ګوري خو وایي یو ځل بیا له ټولو ښکېلو لورو غواړي چې نور دې جګړه ودروي او ژر تر ژره دې بشري اوربند وکړي. ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره په مارچ میاشت کې د بشري اوربند غوښتنه وکړه، چې له امله یې د منځني ختیځ او افریقا په ډېرو هېوادونو کې اوږدې جګړې درېدلې دي خو په افغانستان کې طالبانو له دغه اوربند سره تر دې دمه توافق نه دی کړی.
































