طالبان وایي دوی واک ته د رسېدو او انحصار لپاره نه بلکې په هېواد کې د یوه پیاوړي اسلامي نظام د جوړېدو لپاره مبارزه کوي. د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر مولوي عبدالحکیم د بین الافغاني مذاکراتو پرونۍ غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي دا یو غوره فرصت دی چې افغانان په خپلو کې ناست دي او د ستونزو د حل پر سر خبرې کوي. دده په خبره افغانان باید د بهرنیانو له فشار پرته په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي، اسلامي مرکزي پیاوړی نظام جوړ کړي او بهرنیانو ته په خپل هېواد کې د مداخلې اجازه ور نه کړي. مولوي عبدالحکیم ویلي چې دوی د سولې خبرو ته ژمن دي او له افغان لوري سره خپلو مذاکراتو ته په پوره زغم ادامه ورکوي. هغه د مذاکراتو له ټولو برخه والو غوښتي چې له زغم کار واخلي او د ټولو ستونزو لپاره په اسلامي چوکاټ کې معقولې حللارې وړاندې کړي. مولوي شهاب الدین دغه راز ویلي د مذاکراتو برخه والو ته باید هغه پرېکړې مهمې وي چې په افغاني او اسلامي چوکاټ کې ځایېږي نه هغه چې بهرنیان یې د فشار له لارې غواړي.
































