امریکا غواړي د نظامي حضور پر ځای په افغانستان کې سیاسي نفوذ پراخ کړي. سټار انډ سټرایپز نشریې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې اکثریت امریکایان له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي نو امریکايي حکومت هم غواړي چې د نظامي حضور پر ځای د سیاسي نفوذ د پراختیا له لارې په افغانستان کې خپلې موخې وپالي. سرچینه کاږي یوې نظر پوښتنې ښودلې چې نږدې ۶۲ سلنه امریکایان په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور مخالف، د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې ملاتړي او له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پلویان دي. یوازې پنځلس سلنه امریکایانو ویلي چې امریکايي عسکر دې د ترهګرو تر ختمولو پورې په افغانستان کې وي. امریکايي وګړو دغه راز غوښتي چې امریکا دې په نوو جګړو کې هم ځان نه ښکېلوي او د ایران ستونزه دې هم د خبرو له لارې حل کړي.
































