د اسراییلو او دوو عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو هوکړه په رسمي توګه په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک شوه. د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د متحده عربي اماراتو او بحرین استازو له بنیامین نتنیاهو او ولسمشر ټرمپ سره د اړیکو د عادي کولو یا سولې توافق لاسلیک کړی دی. دغه هوکړه په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو په حضور کې لاسلیک شوه او د ټرمپ په خبره دا یوه ستره لاس ته راوړنه ده. د امریکا ولسمشر خبریالانو ته وویل د اسراییلو او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره پراخې هڅې شوې وې خو ایله اوس دوی بریالي شول چې دغه توافق ته سره ورسېږي. د اماراتو چارواکو هم ویلي چې دا هوکړه به په سیمه کې د ثبات او امنیت سبب شي او هېچا ته به زیان و نه لري.
































