د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د ۲۳مې نېټې په ماښام د لياو نينګ ولايت په بن شي ښار کې د بن ګانګ په نوم د فولادو له فابريکې څخه ليدنه کړې.
هغه په دې لیدنه کې د دې فابریکې د کنټرول مرکز او توليدي کرښې کتلې او د ارتقا او کیفیت د پرمختګ په اړه يې معلومات تر لاسه کړي دي.






































