په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي ویلي د ایران پر وړاندې د ټرمپ ګواښ او تهدید له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. نوموړي ملګرو ملتونو ته شکایت کړی چې د ټرمپ د تهدید او دغه راز د امریکا د نورو تهدیدونو په اړه دې پلټنې وکړي او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دې خپله پرېکړه واوروي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو که ایران امریکا ته کوم خطر جوړ کړي نو د امریکا له څو چنده پیاوړي ځواب سره به مخ شي.
































