د چين دولت رئيس شي جين پينګ د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې لياو نينګ ولايت ته ولاړ او له ځايي چارواکو او خلکو څخه يې د هغوی حال احوال پوښتنه وکړه او ورسره خبرو کې يې د پسرلني اختر په مناسبت د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو، په هانکانګ، مکاو او تايوان کې وطنوالو او په بهرنيو هېوادونو کې مېشتو چينايانو ته نيکې هيلې وړاندې کړې.
رئيس شي جين پينګ د جنورۍ له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د لياو نينګ ولايت د هولوداو، شن يانګ او بن شي ښارونو له کليو، بازارونو، استوګنيزو سيمو او تصديو څخه ليدنې کړې.
شي جين پينګ د ۲۴مې نېټې په سهار د دغه ولايت د ګوندي کمېټې او حکومت کاري راپورونه واورېدل او ورڅخه يې وغوښتل، چې د چيني شکله عصري کېدو لپاره د لياو نينګ ولايت د پرمختګ نوې پاڼه واړوي.
































