د نړيوال اقتصاد کلني فورم د جنورۍ له شلمې څخه تر څلورویشتمې نېټې پورې د سويس په داووس ښار کې تر سره شو. په چين کې د المان د سوداګريزې ټولنې د شمالي او شمال ختيځو سيمو اجرائيوي مدير وو يانګ لي ون د چین ميډیا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د چین له خوا د مطرح شوي وړانديز په اړه داسې ويلي چې د چين وړانديز زموږ له صنعتي او سوداګريزو ټولنو سره نژدې اړيکې لري، په تېره بيا موږ د چین له هغه دريځ څخه ملاتړ کوو چې له سوداګريزو خنډونو سره مخالفت کوي. اوس مهال زياتره الماني تصدۍ په چين کې د ځاني پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې او پلان لري چې په څېړنيزه برخه کې خپله پانګه زیاته کړي.
د داووس فورم نه يوازې د نړيوال اقتصاد مسئلې په باب د بحثونو لپاره يوه مهم ډګر دی او هم د نړيوال اقتصاد د وړاندوینې وسیلې په توګه بلل کېږي. بلکې اوس د نړۍ بدلېدونکی حالت چټک شوی په تېره بيا د مصنوعي ځيرکتيا او کوانتم کمپيوټري تخنيک په شمول نوي تخنيکونو چټکتيا موندلې، خو د دې ترڅنګ د ګمرکي تعرفو او سوداګرۍ په تړاو جګړې هم ډېرې شوې دي. په دې حال کې سږنی فورم چې عمده سرليک يې په ځيرکه زمانه کې همکارۍ ده، ډېر اهميت لري. ګډونوالو بيا چين ته پام اړولی او غواړي هغه معلومات تر لاسه کړي چې چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه د يادې همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره نړۍ ته څه ګټور فکرونه راوړي؟
پخوا د چین د دولت رئيس شي جين پینګ په داووس فورم کې په خپله وينا کې هغه څلور وړانديزونه کړي چې نړۍ دې په ګډه د اقتصاد د ټولشموله نړيوال کېدو د پرمخ بېولو، د نړيوال اقتصاد د نوی پرمختيايي خوځنده ځواک د راپارولو،د واقعي څو اړخیزم د عملي کولو او ساتلو او له اقليمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره ګډې هڅې وکړي. د ده وينا په ځيرکه زمانه کې د نړيوالې همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره لوری روښانه کړی دی. د ګډونوالو په اند دغه وړانديزونه د نوښت، همغږۍ، زرغون، ورخلاصون او د ګټو د شريکولو د مفکورې ښکارندويي کوي، د نوي پرمختیایي فرصتونو د برابرولو لپاره د بېلابېلو خواوو له غوښتنو سره سمون لري او د ځینو هېوادونو د سوداګريزو خنډونو او ور سره د پرمختيايي توپيرونو د لرې کولو لپاره ګټور دی چې لازيات هېوادونه به د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه برخمن شي.
چين د ورخلاصون او همکارۍ د پرمخ بېولو په برخه کې نه یوازې خپل وړانديزونه کړي بلکې رښتيني اقدامات يې کړي دي. شمېرې ښيي چې د ۱۶۰ سوداګريزو همکارانو پر وړاندې د چین صادراتو او وارداتو زياتوالی موندلی او هېواد يې هم د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او سيمو عمده سوداګريز همکار دی. د دې ترڅنګ د چين د ګمرکي تعرفې عمومي سويه په سلو کې اووه اعشاريه دریو ته را ټيټه شوې چې سويه یې هم په نړۍ کې ټيټه ده. د ۲۰۲۴م کال د دسمبر له لومړۍ نېټې څخه چين د هغو ټولو لږ پرمختلليو هېوادونو پر ۱۰۰سلنې ګمرکي توليداتو تعرفې معاف کړې چې له دوی سره ډيپلوماتيکې اړیکې لري. په دې سره له يادو هېوادونو څخه وارداتو په سلو کې اتلس اعشاريه يو زياتوالی ښودلی چې رقم يې د تېر کال د لومړيو يوولسو مياشتو په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه اته زيات شوی دی. له پورتنيو ټکو څخه ښکاري چې چين د ځاني پرمختګ له لارې نورو هېوادونو ته پرمختیایي فرصتونه برابر کړي دي.
په داووس فورم کې چين هم ډاډ ورکړی چې د باکيفیته پرمختګ، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د زرغوني بدلون او د ورخلاصون د پرمخ بېولو لپاره به هلې ځلې وکړي او په هېواد کې د لازياتو بهرنيو تصديو د پانګونو هرکلی کوي چې د چین له پرمختیایي فرصتونو د برخمنېدو ترڅنګ نور هم پرمختګونه ومومي.
له څو ورځو نه وروسته به د چین پسرلني اختر راورسېږي. چين به په نوي کال کې نړۍ ته لازيات ثابت او پرمختیايي ځواک برابر کړي او له لازياتو وګړو سره به نوي فرصتونه شريک کړي. لکه څنګه چې په چين کې د نويمن کلينيک په نوم د شرکت عمومي مدير لي های بو ويلي و، موږ نه يوازې په چين کې لازيات ځاني پرمختګ بلکې له چین سره ګډ برياليتوب غواړو.































