د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د خپل امریکايي سیال مارکو انتونیو روبیو په بلنه ورسره ټلیفوني خبرې وکړې.
وانګ يي په خپلو خبرو کې وویل، رئیس شي جين پينګ د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې کړې او یو لړ موافقې یې کړې دي. دواړو مشرانو د چین او امریکا د اړیکو لوري روښانه کړي، د دواړو خواوو ارګانونه باید د دواړو مشرانو مهمې موافقې ښې تطبیق کړي، چې د متقابل باور پر بنسټ په سوله کې ګډ ژوند وکړي، د چین او امریکا د اړيکو سالم پرمختګ دې وهڅوي، په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د ګډ ژوند سمه لار ولټوي.
ښاغلي روبیو وویل، د امریکا او چین اړیکې په ۲۱مې پېړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې دي او د نړۍ پر راتلونکي به اغېز ولري. امریکا غواړي له چین سره په صمیمي توګه د نظریو تبادلې وکړي، د خپلمنځي توپیرونو ښه چلند وکړي، له نړیوالو ننګونو سره په ګډه مقابله وکړي. امریکا له چین څخه د تایوان له بېلتون ملاتړ نه کوي او هیله لري چې د تایوان مسئله به په ښه توګه حل کړي چې د تایوان تنګي د دواړو خواوو د خلکو د منلو وړ وي.































