د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بین الافغاني مذاکراتو د پیل هرکلی کړی دی. د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د رایو په اکثریت هغه پریکړه لیک تایید کړی چې له مخې یې دوی د بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی دی او ددایمي اوربند پر رامنځ ته کولو یې ټینګار کړی دی. امنیت شورا دغه راز ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه باید پای ته ورسول شي او تر څنګ یې په دغه هېواد کې د خبرو او مذاکراتو له لارې دایمي ثبات تامین شي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بین الافغاني خبرو پیل یو غوره فرصت بللی دی او په خبره یې دغه بهیر ددوی له ملاتړ برخمن دی. یاد سازمان له نورو نړیوالو هم غوښتي چې د افغانستان د سولې له پیل شوي بهیر ملاتړ وکړي او په دې برخه کې دې ارو مرو خپله همکاري ولري.
































