د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د نوي کال او پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د هېواد د شمالي جنګي سيمې مقر ته رسېدلی، هلته يې له افسرانو څخه د هغوی د حال پوښتنه کړې او په مختلفو ځايونو کې د ميشتو پوځيانو له کاري حالت څخه يې انلاين ليدنې کتنې کړې دي.
رئيس شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او مرکزي پوځي کمېسيون په استازيتوب د خلکو ازادي بښوونکي پوځ ټولو پوځيانو، وسله والو پوليسو، احتياطي افرادو او مليشاوو ته د نوي پسرلني په مناسبت مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړي دي.
































