د چين د پسرلني اختر په وياړ د چين ميډيا ګروپ د هنري نندارې اطلاعاتي فعاليت د جنورۍ په ۲۲ مه نېټه د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې (د پسرلني اختر سريزه: نړۍ د سي اېم جي هنري ننداره ګوري) په عنوان ترسره شو.
په دغه فعاليت کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتي څانګې مرستيال او د چين ميديا ګروپ يا سي اېم جي رئيس شن های شيونګ وېډيويي وينا وکړه. دغه راز، په فرانسه کې د چين سفير دنګ لي، د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان د کلتوري چارو مرستيال عمومي مدير ايريستو اوتوني، د فرانسې د پومپيدو ملي هنري او کلتوري مرکز مشر لولانګ پالر، د فرانسې نامتو ډايريکټر ژاک مراټ او مشهور څېړونکي سېباسديان پېريمو په شمول د مختلفو ټولنو کابو ۲۰۰ تنو په دغه فعاليت کې ګډون کړی دی.
































