په دې ورځو کې چین کې هر ځای د پسرلي او اختر او د نوي کال خبرې کېږي، د پسرلني اختر رخصتۍ او د نوي کال په مناسبت بې شمېره سفرونه پيل شوي، شور او وللو له خلکو د ژمي ساړه هېر کړي او دغه وضعیت په افغانستان کې د اخترونو ورځو ته ورته دی خو فرق پکې دا دی چې دلته خلک دې اختر ته ټول کال ورځې شماري او په را نږدې کېدو سره يې ټول په دې هڅه کې وي چې د خوښۍ دغه ورځې د خپلو کورنیو له غړو سره تېرې کړي.
د چین نوی کال چې په پسرلني اختر سره پيلېږي، د دغه هېواد د کرنیزې جنترۍ له مخې سږ د جنورۍ په ۲۹مه چې د سلواغې له لسمې سره برابرېږي، پيلېږي او په دغه هېواد کې د اختر بې شمېره سفرونه چې له دې نېټې شاوخوا شل ورځې وړاندې پيل شوي او د جنورۍ ۲۹مې نېټې په را نږدې کېدو سره اوج ته رسېږي، تر شاوخوا یوې میاشتې دوام مومي.
په واټونو، بازارونو، پلورنځیو او ښارونو کې د خلکو شور، شوق او خوشالي او دغه راز د اورګاډیو او بسونو په تم ځایونو او هوايي ډګرونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه او کلیوالو سیمو او ټاټوبیو ته سفرونه، د ښار په واټونو، کاري دفترونو، عامه ځایونو کې د څراغونو او ګلدارو کاغذونو نصبول، د کورنيو د ځوانو او دنده لرونکو کسانو له خوا خپلو دوستانو او د کورنیو مشرانو او کشرانو ته د ډاليو اخیستل، د کورونو، کاري دفترونو او هټیو دروازو او کړکیو چاپېر د سور رنګه کاغذونو نصبول چې په چیني ژبه ورباندې ښکلي بیتونه لیکل شوي او د مخصوصو دودیزو خوړو برابرول … له دې ټولو دا درک لګېږي چې په چین کې پسرلنی اختر خلکو ته ډېر مهم او ځانګړی اهمیت لري.
دا چې ولې خلک په سور رنګه کاغذونو د پسرلني اختر مشهور بیتونه لیکي؟ عام چینایان وايي چې د چین په فرهنګ کې سور رنګ د خوښۍ او نېکمرغۍ علامه ده او ښايي تاریخي بګرونډ هم ولري او هغه دا چې چین کې په پخوانیو پېړیو کې اور او لمر ته ډېر درناوی کېدو.
بل دا چې سږ کال په چين کې د پسرلني اختر د ښه راغلاست په مناسبت له کاغذونو او ټوکر څخه د مار شکل جوړ او یا فانوسونه د مار په بڼه جوړ شوي او هر ځای نصب شوي د دې سبب دا دی چې چینایان هر کال د یوه حیوان په نوم نوموي نو سږ کال يې د مار کال دی.
چینایان مار د نېکمرغۍ، پايښت او سمسورتیا سمبول ګڼي او دوی هر کال ته د هماغه نوم له مخې اهمیت ورکوي او هیله لري چې همداسې صفات په ځان کې پيدا کړي.
تېر کال د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او ښوونیز سازمان یا یونیسکو له خوا د چین پسرلنی اختر په غیر مادي کلتوري میراث کې شامل شو.
په دې سره دغه کال په نړۍواله کچه نور شهرت وموند او اوس يې د چین پر خلکو سربېره د ملګرو ملتونو سازمان په شمول په مختلفو نړیوالو سازمانونو کې هم د نمانځنې مراسم ترسره کېږي.
د چین د ټرانسپورټ ادارې د معلوماتو له مخې سږ کال به د پسرلني اختر په رخصتیو کې د بېلا بېلو ټرانسپورټي وسیلو له لارې د مسافرو د تګ راتګ شمېر له ۹ میلیارډ ځلو څخه زیات شي چې دا شمېر دومره لوی دی چې د پنځو لویو وچو (امریکا، افریقا، اروپا، اقیانوسیه (استرالیا) د نفوس شمېر چې سره جمع کړې هم ۹ میلیارډو ته نه رسېږي.
سږ هم د هر کال په شان د چین رسنۍ په بېلا بېلو ژبو د خپل پسرلني اختر په مناسبت ډېرې عجیبې او په زړه پورې خپرونې ترتیب کړې چې نه یوازې د اختر په ورځ، بلکې له اختر څخه شاوخوا یوه میاشت مخکې د دغو خپرونو تمرینونه او نمایشونه پيل شوي او د چین د خلکو په شمول د نړۍ ټولو خلکو ته خپرېږي.
































