د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنوري په ۲۷مه نېټه د امريکا د ايوا ایالت دوستانو ته د نوي کال کارتونه واستول او د پسرلني اختر په مناسبت يې ورته مبارکي وويله.
شي جين پينګ وويل: ما څلوېښت کاله دمخه د ایوا ښکلي ايالت ته سفر وکړ او ستاسو له خوا مې داسې تود هرکلی وشو، چې لا هم زما په حافظه کې تازه دی. چین او امریکا ډېرې ګډې ګټې او د همکارۍ پراخ بالقوه توان لري، دواړه هېوادونه متقابل بریالیتوب او ګډې ګټې ترلاسه کولای شي او ه دې لارې ټولې نړۍ ته هم ګټې رسولی شي.
هغه وايي، هیله لري چې د دواړو هېوادونو خلک يو له بل سره لا زياتې تبادلې وکړي، په ګډه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ کيسې ته دوام ورکړي او د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو په لا پرمختګ کې به نوې ونډه واخلي.
له دې مخکې د امریکا له ایوا ایالت څخه د چین دوستانو، زده کوونکو، ښوونکو، په چين کې د امريکا پخواني سفير او د خوړو نړيوال صندوق د پخواني رئيس په ګډون ۵۸ کسانو رئيس شي ته د نوي (مار) کال د مبارکۍ کارت واستاوه او ورته يې مبارکي وويله.































