د چين د دولت رئيس شي جین پینګ د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د بلاروس د ولسمشر په توګه د اليکزاندر لوکاشنکو د بيا ټاکل کېدو په مناسبت هغه ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په پيغام کې وويل: په دې وروستيو کلونو کې ما له ولسمشر لوکاشنکو سره نږدې اړيکې ساتلې دي، د چين او بلاروس ترمنځ د اړيکو پرمختګ مو په ګډه پلان او انتخاب کړی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې مو هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې کړې دي. د دواړو خواوو تر منځ متقابل سیاسي باور په مسلسل ډول پياوړی شوی، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې ګټورې لاسته راوړنې رامنځته شوې او د دواړو اړخونو په تړاو څو اړخيزو همکاريو کې اغیزمنې پايلې تر لاسه شوې دي. ده ویلي: زه د چین او بلاروس تر منځ د اړیکو پراختیا ته ډېر اهمیت ورکوم او غواړم چې له ولسمشر لوکاشنکو سره په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ دودیزې دوستۍ ته دوام ورکړم، متقابلې ګټورې همکارۍ ژورې کړم او د دواړو اړخونو تر منځ اړيکو د لا پراختیا او د دواړو هېوادونو خلکو ته د لا زياتې ګټې رسولو لپاره ګډ کوښښونه وکړم.































