د چین د هانکانګ په ځانګړې اداري سیمې کې د امریکا سوداګریزې ټولنې څو ورځې مخکې د ۲۰۲۵ کال د هانکانګ پر سوداګریز چاپېریال د باور سروې نتیجه خپره کړه چې له مخې یې، د ۷۵ سلنه تصدیو په اند، هانکانګ د اسیا نړیوال سوداګریز مرکز دی، ۹۰ سلنه تصدۍ دا باور لري چې هانکانګ د بهرنیو پانګونو د هرکلي رویه ساتي، د سروې ۸۳ سلنه ګډونوالو د هانکانګ پر قانوني ادارې باور ښودلی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جنورۍ په ۲۷مه نېټه په دې اړه وویل، دغه شمېرې ښيي چې په هانکانګ کې میشتې امریکايي تصدۍ د دې سیمې د پرمختګ پر راتلونکي او سوداګریز چاپېریال پوره باور لري. په دغه سیمه کې د دولت خوندیتوب د ساتلو قانون ښه تطبیق شوی او په دې سره د هانکانګ ټولنه لا ثابته شوې، د پانګونې چاپېریال لا ښه شوی او په دې سیمه کې د بهرنیو پانګوالو قانوني حقوق ښه ساتل شوي دي.































