وروسته تر هغه چې سعودي، اسراییل سره د خپلو اړیکو عادي کېدو مسئله له فلسطین سره د یاد هېواد په اړیکو پورې تړلې وبلله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ژر به سعودي عربستان هم اسراییل سره خپلې اړیکې عادي کړي. نوموړي دغه راز ویلي چې له اووه تر نهو پورې نور اسلامي هېوادونه هم ښایي له اسراییل سره اړیکې عادي کړي. نوموړي د اماراتو او اسراییل ترمنځ اړیکې د ټولې سیمې د امنیت او ثبات لپاره ګټورې بللې او زیاته کړې یې ده، د سعودي له پاچا او ولیعهد سره یې خبرې کړې او په خبره یې، هغوی روښانفکره دي ژر به د سیمې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
































