د چين د مصنوعي ځيرکتيا په صنعت کې د ډيپ سيک وروستي برياليتوب په نړيواله کچه د دغه صنعت پایې ولړزولې. په چين او متحدو ايالتونو کې له ټولو اپونو څخه په مخکې کېدو سره ډيپ سيک نه يوازې دا چې د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د چين چټک پرمختګ ثابت کړ بلکې د متحدو ايالتونو هغه هڅې یې هم ننګولې دي چې پر بنسټ یې دغه هېواد د منزوي کوونکو پاليسيو له لارې خپله ټکنالوژيکي برتري ساتي.

نړيوالو رسنيو د ډيپ سيک لاسته راوړنې په پراخه کچه بيان کړې دي. فايننشل ټايمز د ډيپ سيک بريا د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د چين د ډيرېدونکې وړتيا ثبوت بللی، په داسې حال کې چې بزنېس انسايډر بيا ټينګار کړی چې ډيپ سيک اوس د متحدو ايالتونو د مصنوعي ځيرکتيا له مخکښو لابراتوارونو سره سيالي کوي. فوربس د ډيپ سيک د پرانيستې سرچينې R1 ماډل، چې په نړيواله کچه د لاسرسي وړ او د پلټنې پياوړې وسيله ده، اغېزې روښانه کړې دي. د يادو ټولو راپورونو تر يو ځای کولو وروسته د ډيپ سيک د قوت او نوښتګرۍ ادعا تاييديږي، په داسې حال کې چې د متحدو ايالتونو د «دنګو ديوالونو باغ» ستراتېژي، چې غواړي پرمختللې ټکنالوژۍ ته د چين لاسرسی محدود کړي، لا پسې روښانه کيږي.
متحد ايالتونه، چې د مصنوعي ځيرکتيا په ټکنالوژۍ کې یې لومړني پرمختګونه کړي، هڅه کړې چې د ټکنالوژۍ پر لېږد او د استعدادونو پر انسجام د محدوديتونو په لګولو سره په دې برخه کې خپله سلطه وساتي. دغه تش په نوم «د کوچني انګړ او هسکو دېوالونو ستراتېژي» اوس بې اغېزې ثابتيږي. د ډيپ سيک پرمختګ چې د پرانيستې سرچينې پر اصولو روان دی، د دې تګلارې ناکاري را برسېره کړې ده. د ډيپ سيک راتګ د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې نړيوال رقابت لا ډيروي او پر بازار د متحدو ايالتونو د سترو ټکنالوژيکي کمپنيو سلطه په مستقيم ډول ننګوي. په پایله کې د منزوي کوونکو ستراتېژيو له لارې پر مصنوعي ځيرکتيا د سلطې ساتنې مفهوم په خپل ذات کې منسوخيږي.
د مصنوعي ځيرکتيا پرمختګ نړیوالو همکاريو ته اړتيا لري. د مصنوعي ځيرکتيا د څېړنو ګڼ څانګيز ماهيت ته په پام سره هېڅ يو هېواد په دې برخه کې ټول پرمختګونه په يوازې ځان سره نه شي کولی. تر پولو پورې ارقامو شريکول روزنیز ارقامي سېټونه غني کوي او د ماډل فعاليت ښه کوي. دغه راز، نړيوالې همکارۍ څېړونکي د دې جوګه کوي چې په اوليګارېتمونو، محاسباتي ځواک او پروګرامونو او د نوښتونو په چټکولو کې له متنوع قوتونو څخه کار واخلي. پر دې سربېره، د خصوصي حريم، امنيت او اخلاقياتو په تړاو د شته اندېښنو هواری متحدو هڅو ته اړتيا لري. د پرانيستي ډيالوګ او همکاريو په تقويه کولو سره نړيواله ټولنه د مصنوعي ځيرکتيا له ټول باالقوه ځواک څخه د جمعي ګټو لپاره کار اخيستلی شي.
لکه څرنګه چې د ټکنالوژۍ متخصص هم وايي، د ډيپ سيک پرمختګ په مصنوعي ځيرکتيا کې د متحدو ايالتونو د کمېدونکې مخکښۍ نښه ده. د وسله والې سيالۍ پر ځای مشارکتي ليدلوری اړين دی. له ملاتړپالنې مخ اړول او د نړيوالو همکاريو منل به نه يوازې د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ سبب شي، بلکې د مسوولانه او ټولشموله ټکنالوژيکي پرمختګ زمانه به هم پيل کړي.
د ډيپ سيک بريا د دې يادونه هم ده چې راتلونکې په مشارکت کې نغښتې ده نه په سيالۍ کې. د پرانيستې سرچينې د ارزښتونو منل او د نړيوال مشارکت تقويه کول به د ټول بشريت لپاره د مصنوعي ځيرکتيا د انکشافي ګټو د ډاډمنولو لپاره اړين وي.































