د چين ميډيا ګروپ له خوښيو څخه ډکه فضا کې کورنيو او بهرنيو کتوونکو ته د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره وړاندې کړې ده. د جنورۍ د ۲۹مې نېټې د سهاروختي تر دوو بجو پورې دغه ننداره په مختلفو انټرنيټي رسنيو کې ۱۶ ميليارډه او ۸۰۰ مليونه ځلې کتل شوې چې رقم يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۸ اعشاريه ۳۱ زياتوالی ښيي . په دې جملې کې د ګرځنده ټيليفون د کتوونکو شمېر ۳۷۲ مليونه و چې دا شمېر د تېر کال په پرتله په سلو کې ۵۲ اعشاريه ۴۶ زياتوالی ښودلی دی.
د معلوماتو له مخې د چین ميډيا ګروپ په ۸۲ ژبو په انټرنېټي رسنيو کې نړيوالو ته د دې نندارې ژوندي خپرونه وړاندې کړې چې د ژبو شمېر د ۲۰۲۴ م کال په پرتله ۱۴ ډوله زياته شوې ده.
































