طالبان مالي استقلال ته نږدې شوي دي چې ښایي دا مسئله په افغانستان کې د جګړو ددوام سبب شي. بهرنیو رسنیو د ناټو یوه راپور ته لاسرسی پیدا کړی چې په هغه کې د طالبانو د اوسني وضعیت او فعالیتونو په اړه معلومات خپاره شوي دي. د (Radio Free Europ) د خبر له مخې په دغه راپور کې راځي چې د طالبانو د رهبرۍ شورا یو غړی ملا یعقوب غواړي طالبان له مالي اړخه پیاوړي کړي او دی په دې هدف کې تر یوې کچې بریالی دی. سرچینه کاږي چې طالبان د کانونو د استخراج، نشه يي توکو د قاچاق او ځمکو له درکه عایدات لري چې همدې مسئلې دوی مالي استقلال ته نږدې کړي. په راپور کې راځي که نړیوال اقدامات و نه شي نو طالبان به په سیمه کې یوه پیاوړې وسله واله ډله پاتې شي چې د زور له لارې به موخو ته د رسېدو لپاره کوښښ کوي. د سرچینې په حواله ښايي د طالبانو مالي پیاوړتیا نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ لپاره ګواښونه جوړ کړي.
































