طالبان به د هند په اړه پر خپلو ژمنو وفا و نه کړي. یوه پخواني هندي ديپلومات کنوال سیبل ویلي هند په افغانستان کې د طالبانو له پیاوړتیا او دغه راز د پاکستان له اقداماتو اندېښنه لري. دده په خبره طالبان د پاکستان تر اغېز لاندې دي او د پاکستان او هند ترمنځ کشمکش به د اسلام اباد له لوري د هند پر وړاندې د طالبانو د لمسون سبب شي. نوموړي دغه راز ویلي چې طالبان ښايي پر ژمنو عمل و نه کړي او له اقلیتونو سره له تاوتریخوالي ډک چلند وکړي. کنوال زیاتوي که طالبان له سوله ییزو لارو په افغانستان کې حضور پیدا کړي نو د سیمې لپاره ګټور دي خو که په زور واک ته رسېږي یا جګړو ته ادامه ورکوي نو د سیمې پر ټولو هېوادونو او اقتصاد به منفي اغېز ولري.
































