امریکا وایي د بین الافغاني خبرو په پیل سره یې د جګړې دروند بار له خپلو اوږو لرې کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي دوی بریالي شول چې د بین الافغاني خبرو په پیل سره د افغان جګړې دروند مالي او ځاني بار له اوږو ټيټ کړي. پمپیو وایي د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته طالبانو پر امریکایي ځواکونو برید نه دی کړی چې تلفات صفر ته راښکته شوي دي او دغه راز د امریکا لپاره د افغان جګړې مالي لګښتونه هم د پام وړ کم شوي دي. هغه هیله څرګنده کړې چې مذاکرات ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او ددې سبب شي چې دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي. پمپیو یو ځل بیا د ټولو سرتېرو پر ایستلو هم ټینګار کړی دی.
































