امریکایي رسنیو ویلي، یوې طبي امبولانس جېټ الوتکې چې یو ناروغ ماشوم او پنځه نورې سپرلۍ یې لېږدولې پرون ماښام هوا ته له پورته کېدو لږ وروسته د امریکا د پنسلوانیا ایالت د فیلادلفیا په استوګنیزه سیمه کې غورځېدلې. د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې دې پېښې یوه قوي چاودنه او پراخ اور رامنځته کړ چې له امله یې ګڼ کورونه وسوځېدل. د فیلادلفیا ښاروالې ویلي، چې لا هم د زیانونو کره شمېرې معلومې نه دي، خو څو کورونه او وسایط سخت زیانمن شوي دي.
































