د راپورونو له مخې له چهارشنبې ورځې راهیسې د امریکا په جنوبي او جنوب ختیځو سیمو کې سخت توپان روان دی چې په ساحلي سیمو کې د اوبو د پورته کېدو او شدید بارانونه د سیلابونو د راوتلو سبب شوي دي. توپان په فلوریدا او الاباما ایالت کې سخت مالي زیانونه اړولي دي او د امریکا په جنوبي برخو کې یې د سلګونه زره کسانو د کورونو برېښنا پرېکړې ده. ویل کېږي چې نیم میلیون وګړي د امریکا په جنوبي سیمو کې دمګړی له لومړنیو امکاناتو بې برخې دي. توپان لا هم په شدت سره روان دی خو لومړنی سرعت یې کم شوی دی. په ډېرو برخو کې تر څلوېښت سانتي متره پورې باران ورېدلی دی چې سیلابونه راوتلي، ګڼ پلونه او بېړۍ یې زیانمن کړي دي. امریکايي پوهانو بیا د توپان د لا پراختیا او خطرونو د لا ډېرېدو خبرداری هم ورکړی دی.
































