په دې وروستیو کې د امریکا نوي حکومت پر ډېرو هېوادونو ګمرکي تعرفې زياتې کړي او دغه اقدام يې له زیاتو غندنو او نیوکو سره مخ شوی دی.
د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اين په دې اړه په نړۍ کې يو شمېر نظرپوښتنې ترسره کړې چې په عمومي توګه د ۳۸ هېوادونو ۱۴۰۷۱ کسانو پکې ګډون کړی دی.
د نظرپوښتنو د پايلو له مخې، اکثريت ګډونوال په دې نظر دي، چې امريکا په يو اړخيز ډول پر نورو هېوادونو ګمرکي تعرفې زیاتې کړي، خو په دې کار سره به د دغه هېواد اقتصاد واقعي پرمختګ ونه کړي، بلکې برعکس به د نړۍ کمزوري اقتصاد ته لا زیات زیانونه ورسوي.
































