چين کې د پسرلني اختر رخصتي ( د جنورۍ له ۲۸مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۴مې نېټې پورې) روانه ده او د دغه اختر د لمانځنې له امله د چین مصرفي بازار ګرم شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د جنورۍ له ۲۸مې نېټې څخه د فبرورۍ د ۳مې نېټې تر سهار ۹ بجو او ۲۶ دقيقو پورې د چين په سينماوو کې د پلورل شويو ټکټونو عمومي ارزښت له ۷ ميلياردو او ۵۰۰ مليونو يوانو څخه اوښتی دی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
په چين کې بهرنيانو ته د وېزو د معافيت او يا اسانتياوو پاليسي پلې شوې او ورسره د پسرلني اختر په رخصتۍ کې په چين کې د بهرنيو سيلانيانو شمېر او مصارف يې ډېر زيات شوي. شمېرنې ښيي، چې په دغه رخصتۍ کې له بهرنيو هېوادونو او سيمو څخه چين ته د سفرونو د سپارښتنې فرمونه د تېر کال د همدې رخصتۍ په پرتله ٪۲۰۳ زيات شوي دي.
د چين د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د پسرلني اختر د رخصتۍ په لومړيو څلورو ورځو کې د دغه هېواد د پرچون خوړو او رسټورانټونو د کاروبارو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي.
































