په بلخ ولایت کې یوې مېرمنې د خیاطۍ د ورکشاپ په جوړولو سره ۳۰ نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده. دا مېرمنه له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د سوداګرو ښځو د محصولاتو د پلور لپاره شرایط برابر کړي. په ورته وخت کې، د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي په سوداګرۍ برخه کې، د ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي. په بلخ کې سوداګرې ښځې په مختلفو سکټورونو کې کار کوي. دوی ټینګار کوي، چې که چیرې دوی له مسوولو ادارو څخه بشپړ ملاتړ ترلاسه کړي، نو دوی به د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو سربېره بهر ته هم صادرات پيل کړي.
































