په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د افغان پوځ چارواکو وویل چې دوی دمګړی پیاوړی هوایي پوځ لري او د خطرونو پر وړاندې مقابله کولی شي. ددوی په خبره د نوو اې۲۹ سوپر توکانو الوتکو په ورکړه به ددوی الوتکې ډېرې شي او د پوځ د پیاوړتیا سبب به شي. افغان چارواکو د پوځ د روزنې په برخه کې د بهرنیانو په تېره د امریکا او ناټو له مرستو مننه کړې ده. بلخوا امریکايي چارواکو هم په دې مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل افغان پوځیان دمګړی پیاوړي شوي او بریالي شوي چې د ترهګرو پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وکړي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه قومندان په خپلو خبرو کې وویل چې امریکا او ناټو د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته ژمنه ده او ددغه پوځ د لا پیاوړي کولو لپاره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. دده په خبره د یادو الوتکو په ورکړې سره به افغان پوځ نور هم پیاوړی شي او په راتلونکو میاشتو کې هم افغان پوځ ته د ګڼو الوتکو د ورکړې پلان لري.
































