د چين د فلمونو ادارې شمېرنې ښيي، چې د فبرورۍ د درېيمې نېټې تر مازديګر ۳ نيمو بجو پورې د پسرلني اختر په رخصتۍ کې ( د جنورۍ له ۲۸مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۴مې نېټې پورې ) د دغه هېواد په سينماوو کې د پلورل شويو فلمي ټکټونو ارزښت ۸ ميليارده او ۲۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې يو نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
له روان ۲۰۲۵م کال راهيسې د چين د پلورل شويو فلمي ټکټونو عمومي ارزښت ۹ ميليارده او ۸۲۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د شمالي امريکې په پرتله لوړ دی او د نړۍ لومړی مقام يې نيولی دی.
































