ایا فينټانيل په ګمرکي تعرفو پسې څه تړاو لري؟ امريکې په وروستيو کې د فينټانيل مسئلې په پلمه له چين څخه پر واردوونکو توليداتو د لس سلنې ګمرکي تعرفو د زياتولو اعلان کړی دی.
په امريکا کې له فينټانيل څخه ناوړه او زياته استفاده کېږي او په وروستيو کلونو کې یې امريکايي سیاستوال پر له پسې هڅې کوي، چې د دغې مسئلې پړه پر چين واچوي او تور لګوي، چې د چين فينټانيلونو سره په مکسيکو کې نشه يي مواد ګډېږي او بيا امريکې ته داخلېږي او په همدې پلمه يې د چين پر اړوندو ادارو، تصديو او ملکي وګړيو بنديزونه لګولي دي. د امريکې دغې کړنې په کوردننه او بهر عامه افکار ګمراه کړي دي.
د چين د ډيلوماتيکو چارو اکاډمۍ پروفيسور لي های دونګ په يوې شننې کې ويلي، چې د امريکې اوسنی حکومت د خپل ماموريت د پيل په لومړيو کې د فينټانيل مسئلې په پلمه د چين پر توليداتو د تعرفو د زياتولو اعلان کړی، خو په حقیقت کې د دغه اعلان تر شا ناست کسان د خپلو ګټو په لټون دي. د امريکې حکومت دا درک کړې، چې د فينټانيل مسئلې بنسټيز حل ډېر مشکل دی، نو د پخوا په شان یې د دغې مسئلې پړه پر چين او مکسيکو اچولې او هڅې کوي، چې په همدې لارې ټينګه اراده وښيي او د امريکايانو ملاتړ خپل کړي او بل دا چې د امريکې حکومت غوښتل، چې د تعرفو د زياتولو له لارې سوداګريز جنګ پيل کړي، نو لومړی ګام یې د هېواد دننه د فينټانيل مسئلې پلمه پورته کړی دی.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د ادارې نړيوالې اېجنسۍ شمېرې ښيي، چې امريکا په نړۍ کې د فينټانيل او ورته درملو د توليد او مصرف په برخه کې تر ټولو لوی هېواد دی او امريکايان، چې نفوس يې يوازې د نړۍ ۵٪ برخه نيسي، د نړۍ اتيا سلنې دغه ډول درمل کاروي. د امريکې د نشه يي موادو د مخنيوي ادارې شمېرې ښيي، په دغه هېواد کې هغه کسان چې له ۱۸ کلنۍ څخه تر ۴۵ کلنۍ پورې عمرونه لري او په ډېرې اندازې فینټانيل استفاده کوي، د مړينې کچه یې لوړه ده او د دغه هېواد په تاريخ کې د نشه يي موادو تر ټولو سخت ګواښ ګرځيدلی دی.
ولې فينټانيل په امريکا کې زيات او ناوړه استفاده کېږي؟
يوه خوا د درمل لوی شرکتونه د سياستوالو لپاره لابي او کمپاينونه کوي، چې د فينټانيل د پلورلو لپاره پاليسۍ وساتي او هم ډاکټران په مختلفو لارو هڅوي، چې په نسخو کې د ناروغانو لپاره فينټانيل لرونکي درمل برابر کړي او هم درمل پلورونکي او درملتونونه هڅوي، چې خلکو ته ورته درمل ورکړي، نو په همدې ترتيب په امريکې کې د فينټانيل او ورته درملو د پلور او ګټو بشپړ ځنځير جوړ شوی دی.
بله خوا امريکايي سياستوال په خوله وايي، چې د فينټانيل مسئله به حل کوي، خو په حقيقت کې دا مسئله د دوو ګوندونو د سياليو د يوې وسيلې په توګه کارول کېږي. د امريکې د فدرالي حکومت د ادارې توان کمزوری دی، د نشه يي توکو د زيانونو په اړه خلکو ته کافي مالومات نه ورکوي، په بېلا بېلو ايالتونو کې يې د درملو د ادارې معيارونه مختلف دي او په څه دپاسه نيمو ايالتونو کې يې د چرسونو د قانوني کېدو تګلاره غوره شوې، چې دا د فينټانيل او ورته موادو د ناوړه استفادې لاملونه بلل کېږي.
په امريکې کې ټولنيزه بې عدالتي، د شتمنو او بېوزلو ترمنځ لويې فاصيلې او نژادپرستي ورځ په ورځ زياتېږي او ځوانان يې په راتلونکي باور نه لري او د ژوند د ستونزو له امله يې نشه يي توکو ته مخه کړې ده.
ډېری امريکايي انټرنېټ کاروونکو پر ټولنيزو رسنيو ليکلي، چې په امريکې کې د فينټانيل د ناوړې استفادې لامل د سخت ژوند نتيجه او مايوسي ده او خلک یې بېوسه دي او ناچارې يې فينټانيل ته مخه کړې ده.
په حقيقت کې د فينټانيل بحران په امريکايي ټولنې کې د ژورو تضادونو او د ادارې کمزوري ښکاره کوي.
د مکسيکو ولسمشرې کلاوډيا شينباوم پراډو په دې وروستيو کې ويلي، چې په امريکې کې د فينټانيل مسئله ډېره سخته ده. په حقيقت کې چين د نشه يي توکو د مخنيوي په چارو کې تر ټولو جدي تګلاره لري او په بشپړه توګه يې تطبيق کوي. چين په ۲۰۱۹م کال کې د فينټانيل او ورته موادو د جدي ادارې اعلان کړی او په نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې دغه تدبير يې غوره کړی دی.
د بشري روحيې له مخې، چين په امريکې کې د فينټانيل مسئلې د حل ملاتړ کړی او د نشه يي موادو د مخنيوي په چارو کې يې ورسره اغېزمنې همکارۍ کړي او ښې لاسته راوړنې لري.
د امريکې بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې «د نشه يي توکو د مخنيوي د نړيوالو ستراتيژيو راپور» خپور کړی او پکې يې ويلي، چې چين په ۲۰۱۹م کال کې د فينټانيل او ورته موادو د ادارې کارونه بند کړي او اوس له دغه هېواده امريکې ته د فينټانيل او ورته موادو د داخلېدو حالت نه تر سترګو کېږي.
چين د نشه يي توکو د مخنيوي په چارو کې له مکسيکو سره همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او مکسيکو تراوسه داسې څه نه دي ويلي، چې ګواکې له چين څخه نشه يي يا کيمياوې توکي ورځي او نه یې هم کوم شکایت کړی دی.
چين او امريکې په ۲۰۲۴م کال کې د نشه يي توکو د مخنيوي همکاريزه ډله جوړه کړې او بېجينګ له واشنګټن سره د متقابل درناوي، د نظريو توپيرونو د کنټرول او د ګډو ګټو د همکاريو په رڼا کې د نشه يي توکو پر ضد همکارۍ کوي. امريکا بايد د نشه يي موادو د مخنيوي په چارو کې د دواړو هېوادونو لاسته راوړنې وساتي او له ځان څخه باید وپوښتي، چې ولې نړيوالې ټولنې د فينټانيل او ورته موادو د کنټرول او ادارې چارې سختې کړي او په کوردننه یې دغه مسئله پر له پسې سختېږي؟
ولې امريکا تراوسه د فينټانيل او ورته موادو د جدي ادارې تګلاره نه لري؟ که امريکا غواړي د فينټانيل مسئله حل کړي، نو لاملونه يې باید په کوردننه پيدا او حل کړي.
































