د چين د دولتي شورا د ګمرکي تعرفو د اصولو کمېټې د فبرورۍ په ۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د فبرورۍ له ۱۰مې نېټې څخه به د سکارو، مايع طبيعي ګازو، اومو نفتو او زراعتي ماشينونو په شمول د امريکا پر ځينو وارداتي توکو له ۱۰ سلنې څخه تر ۱۵ سلنې پورې اضافي تعرفې ولګوي.
































