شمېرنې ښيي، چې د فبرورۍ د ۴مې نېټې تر مازديګر پورې د پسرلني اختر په رخصتۍ کې ( د جنورۍ له ۲۹مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۴مې نېټې پورې ) د چيني فلمونو د پلورل شويو ټکټونو ارزښت له ۹ ميليارډو يوانو څخه اوښتی، چې يو نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
بر سېره پر دې، له روان ۲۰۲۵م کال راهيسې د چيني فلمونو د پلورل شويو ټکټونو عمومي ارزښت ۱۱ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د شمالي امريکې په پرتله لوړ دی او د نړۍ لومړی مقام يې نيولی دی.
































