د چین د سوداګرۍ وزارت د فبرورۍ په ۴مه نېټه د ” بې اعتباره ادارو لیست د کاري میکانیزم په اړه اعلامیه” خپره کړه تر څو ملي حاکمیت، امنیت او پرمختیایي ګټې وساتي. دغه میکانیزم پریکړه وکړه چې د امریکا PVH ګروپ او ایلومینا شرکت ( Illumina ) به په یاد لیست کې شامل شي.
نوموړو ۲ ادارو د بازار له عادي سوداګریزو اصولو سرغړونه کړې، له چيني شرکتونو سره يې عادي سوداګریزې معاملې بندې کړې، د چيني شرکتونو پر وړاندې يې تبعيضي تدبيرونه نيولي او د چيني شرکتونو مشروع حقونه او ګټې يې سخت زيانمن کړې دي.
































