
امريکې د فينټانيل مسئلې په پلمه پر چيني توليداتو د ۱۰سلنې ګمرکي تعرفو د زياتولو اعلان کړی. د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند د فبرورۍ په ۴مه نېټه وويل، د امريکې دغه کړنه د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو خلاف ده او د يو اړخيزم او د سوداګرۍ ساتنې غوښتنې څرګندې کړنې ګڼل کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې چين له خپلو عادلانه حقونو او ګټو څخه د دفاع په موخه د سوداګرۍ نړيوال سازمان د جنجال حلولو په ميکانيزم کې پر امریکا دعوا کړې ده.































