د میدان وردګو ولایت له ځایي چارواکو سره یوه هندي پانګوال په لیدنه کې ویلي، چې غواړي د اوسپنې ویلې کولو په برخه کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه وکړي. دغه هندي پانګوال لوکیش کومار ویلي، چې په جوړېدونکې فابریکه کې به خامه اوسپنه په نړیوالو معیارونو برابره پروسس شي، چې په ورځني ډول به ۱۲.۵ ټنه تولید ولري او زرګونه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي. په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت والي د یادو پانګوالو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د ولایت مقام او اړونده ادارې به د دوی د پانګونې لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
































