د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۶مې نېټې په سهار په بېجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ټايلنډ له صدراعظمې پايتونګتاران شيناواترا سره ولیدل.
شي جين پينګ په دې لیدنه کې د خپلو خبرو پرمهال ويلي، چې د چين او ټايلنډ تر منځ دوستي زرکلن تاریخ لري او په دې موده کې يې ډېر پرمختګ کړی دی.
هغه زیاته کړه، چين او ټايلنډ بايد خپلمنځي ستراتيژيک متقابل باور پياوړی کړي، يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي او خپلمنځي اړيکې لا ثابتې، ټینګې او پياوړې کړي.
هغه دغه راز ویلي، چين غواړي له ټايلنډ سره د ګډ پرمختګ ستراتېژي پرمخ بوزي، د ګډو ګټو پر اساس همکارۍ پياوړې کړي، د چين او ټايلنډ تر منځ د ريل پټلۍ په شمول نمونوي پروژې پلې کړي، تر څو خپلمنځي همکارۍ لا نورې لاسته راوړنې ومومي.
نوموړي زياته کړه، چين غواړي له ټايلنډ سره راکړه ورکړه او همکارۍ ژورې کړي، د ملګرو ملتونو په محوریت نړيوال سیسټم او د نړيوال قانون په رڼا کې نړيوال نظم وساتي، د پرمختيايي هېوادونو تر منځ يووالی او همکارۍ پياوړې کړي، نړيواله سوله وساتي او ګډ پرمختګ ومومي.
د ټایلنډ صدراعظمې پايتونګتاران شيناواترا ويلي، دواړو هېوادونو په تېرو ۵۰ کلونو کې له ډېرو ازموينو وتلي او ځانګړې دوستانه او همکاریزې اړيکې يې ټينګې کړې دي. ټايلنډ د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او غواړي له چين سره په لوړه کچه خپلمنځي تګ راتګ پياوړی کړي او د ټرانسپورټ، لېږد را لېږد، اقتصاد، سوداګرۍ او کرنې په برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي.
نوموړې زياته کړه، ټايلنډ غواړي له چين او ګاونډيو هېوادونو سره يو ځای اغيزمن تدبيرونه ونيسي او په نړۍ کې به د انټرنيټي قماربازۍ او مخابراتي درغلۍ په شمول له ټکۍ برګيو سره مبارزه وکړي.
نوموړې دغه راز ويلي، ټايلنډ غواړي له چين سره همغږۍ او همکارۍ تقويه کړي او له نړيوالو ننګونو سره ګډه مقابله وکړي.































