د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۵مې نېټې په مازديګر د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره خبرې وکړې.
شي جين پينګ په خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين به د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې، له ترهګرۍ سره د مبارزې او له ملي وضعیت سره مطابق پرمختيايي لارې د انتخاب په برخو کې د پاکستان ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه وويل، چې چين غواړي له پاکستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د لا لوړې کچې بڼه اباده کړي او د پرمختيايي بنسټ د ټينګوالي او د بالقوه توان د خوشي کېدو په برخو کې له پاکستان سره مرستې وکړي.
شي جين پينګ هيله وښودله چې پاکستان په دغه هېواد کې د چينايانو، د هغوی د پروژو او سازمانونو د امنيت ساتنه پياوړې کړي او له چين سره د ترهګرۍ ضد دوه اړخيزې او څو اړخيزې همکارۍ زياتې کړي.
شي جين پينګ زياته کړه، چې راتلونکی کال د چين او پاکستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی او دواړه خواوې بايد خپلمنځي راکړې ورکړې زياتې کړي.
زرداري وويل، چې که نړيوال وضعيت هر ډول بدليږي، پاکستانيان به تل له چينايانو سره ولاړ وي. هغه د پاکستان له اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سره د چين له بې غرضه مرستو مننه وکړه او و يې ويل، چې چين د رئيس شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې په نړيوالو چارو کې لا مهم لارښوونکی رول لوبولی او د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا د ساتلو مهم ځواک ګرځېدلی دی. هغه زياته کړه چې پاکستان غواړي له چين سره همغږي پياوړې کړي، پر څواړخيزم به ټينګار وکړي، ازاده سوداګري به وساتي او د دواړو هېوادونو او نورو پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې به زياتې کړي.
دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو د اقتصادي دهليز يا سپېک د ګډې ابادۍ، سوداګرۍ، ساينس او ټېکنالوژۍ، راډيو او تلويزيون په برخو کې د همکاريزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.
































