د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لین جیان د فبرورۍ په ۵مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، تېر کال د چین پسرلنی اختر د ملګرو ملتونو د یونیسکو سازمان لخوا د غیر مادي کلتوري میراثونو په لیست کې شامل شوی او له دې رسمیت پېژندلو وروسته سږ د چین لومړی پسرلنی اختر و.
نوموړي وويل، په داسې حال کې چې د لا ډېرو هیوادونو وګړي چین ته له ویزې پرته سفر کولای شي او له چين څخه له ویزې پرته د ټرانزیټ پالیسي لاښه تنظيمه شوې، د چین پسرلنی اختر نړیوال شوی دی.
هغه دغه راز ویلي، چې نږدې ۲۰ هېوادونو د پسرلني اختر ورځې قانوني رخصتي ټاکلې ده، کابو ۲۰۰ هېوادونه او سیمې د پسرلني اختر د لمانځنې فعالیتونه ترسره کوي او بهرني سیلانیان چین ته د د دغه اختر د لمانځلو لپاره د راتلو لیوالتیا لري.
معلومات ښيي چې سږ کال د پسرلني جشن د لمانځلو لپاره چین ته د راغلو بهرنیو سیلانیانو شمیر د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۵۰ سلنه زیات شوی او نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.
لین جیان وویل، چین غواړي چې له ټولو هیوادونو سره د ګډې همکارۍ د روښانه راتلونکي د جوړېدو پر لور ګام پورته کړي او په نوي کال کې د نړيوال یووالي لپاره زياتې هڅې وکړي.
































