چیني توليدات په نړۍ کې د ټيټو بیو او ښه کیفیت له امله ډېر شهرت لري او دا شهرت یې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) ټېکنالوژۍ په برخه کې هم منعکس شوی دی. د چین ډيپسيک (DeepSeek) شرکت په دې وروستیو کې د ډیپسیک – ار یو (DeepSeek-R1) په نوم د پرانيستې سرچېنې لوی ماډل وړیا خپور کړی او د ټيټ لګښت او کوچني کمپیوټري ځواک له لارې يې د نړۍ د ستر اې ای (AI) ماډل اغېز خپل کړی او د نړيوالو پاملرنه یې راجلب کړې ده.
د افریقا د مصنوعي ځيرکتیا (AI) د چارو کارپوهان د نړیوالو تخنیکي مساواتو په برخه کې د دغه چیني تولید پر اهمیت غږېدلي او ډېره ستاینه يې کړې ده.
د جنوبي افریقا د اې ای (AI) کارپوه کینیډي چنګیتا په یوې مرکې کې ویلي، چې د اې ای (AI) استفاده معمولاً د کمپیوټري بنسټیزو تاسیساتو او تخنیکي کارکوونکو په برخو کې د پام وړ پانګوونې ته اړتیا لري، خو ډیپسیک – ار یو (DeepSeek-R1) کولی شي له نورو تصدیو سره د ډېرو لګښتونو په مخنیوي کې مرسته وکړي او باور یې ښودلی، چې دا به د افریقا د منځنیو او کوچنیو شرکتونو لپاره سالم رقابتي چاپېریال برابر کړي.
د اې ای کینیا (AI Kenya) شرکت مشر الفریډ اونګیر رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې د ډیپسیک – ار یو (DeepSeek-R1) پرانيستې سرچېنې د افریقايي شرکتونو لپاره د نوښت بنسټ جوړېدای شي او د همدې پرانيستې سرچېنې پر اساس یې د افریقا د اصلي ژبو لپاره د اې ای(AI) مناسب ماډلونه وړاندې کړي دي.
ډیپسیک – ار یو (DeepSeek-R1) څنګه وړیا او پرانېستې سرچېنه ده؟
۱- د چین د ډیپسیک شرکت مشر لیانګ ون فنګ خپلې لاسته راوړنې نورو پرانېستو سرچېنو پسې تړلي بللي او خپل محصول يې هم پرانيستې سرچېنه ګرځولې ده.
د ډیپسیک – ار یو (DeepSeek-R1) پرمختللی الګوریتم د کمپیوټر او اړوند هارډویر اړتیاوې خورا کموي او د ډیپسیک لګښتونه د امریکا د اې ای (AI) لویو شرکتونو په پرتله ډېر ټیټ دي.
دا د دې ښکارندويي کوي، چې ټول هېوادونه دې په اوسني بدلېدونکي عصر کې په خاکسارې او پرانيستي رويې يو بل سره تخنيکي همکارۍ او د نوښتونو تبادلې وکړي.
امریکا او یو شمېر نور هېوادونه د سړې جګړې له محافظه کار فکر سره سره د خپلو ټېکنالوژیکو ګټو د ساتلو لپاره د ټېکنالوژۍ انحصار او بندیز غواړي او پر همدې ټینګار کوي، خو په پایله کې به د نوښت او پرمختګ په برخه کې خپله سیالي له لاسه ورکړي.
د ډیپ سیک بریالیتوب د امریکا لپاره یو خبرداری دی، خو د افریقا لپاره بیا یو الهام بښونکی خبر دی.
د ګانا د اې ای(AI) کارپوهه رشیده موسی په يوې مرکې کې ويلي، چې د ډیپ سیک نوښت د افریقايي ځوانانو لپاره یو ښه ساری دی.
































