د ژمنیو آسیايي لوبو نهم پړاو به د فبرورۍ د ۷مې نېټې په شپه د چين د هې لونګ جيانګ ولايت په هاربين ښار کې پرانيستل شي.
د ژمنیو آسیايي لوبو نهم پړاو به د ۸ ورځو لپاره دوام ولري او پر مهال به يې د ۶ لویو ډولو لوبو ۶۴ ډوله سيالۍ ترسره شي او
د اسيا د ۳۴ هېوادونو او سيمو له ۱۲۰۰ څخه زيات لوبغاړي به پکې ګډون وکړي.
د معلوماتو له مخې، د آسيايي ژمنيو لوبو په دغه پړاو کې د ګډون کوونکو هېوادونو او سيمو شمېر او همدارنګه د ګډونوالو لوبغاړو شمېر د تاریخ نوی ريکارډ جوړوي.
































