د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم وردګ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د دوی ټوله هڅه دا ده چې په هېواد کې دایمي اوربند ته لار هواره شي او روانه جګړه پای ته ورسېږي. نوموړي له DW سره په مرکه کې په افغانستان کې د یو بشپړ اسلامي نظام پر جوړېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، دوی نه غواړي افغانستان ته د بل هېواد نظام راولي خو په خبره یې، هڅه کوي داسې نظام قایم کړي چې د ټولو وګړو غوښتنې په عادلانه توګه ځواب کړي. هغه د ښځو حقونو ته په اشارې ویلي، دوی په دې ښه پوهېږي چې ښځې د اسلام په رڼا کې د زده کړو، کار او سوداګرۍ حق لري او په راتلونکي نظام کې به ښځې د اسلام په چوکاټ کې خپل ټول حقونه ترلاسه کړي.
































