د چین د شمېرنې ریاست د فبرورۍ په ۸مه نېټه د تېرې جنورۍ لپاره په هېواد کې د مصرفي توکو د بیو شمېرې خپرې کړې.
شمېرې ښيي، چې په تېره جنورۍ کې چین کې د مصرفي توکو بیې 0.5 سلنه لوړې شوې، په دې جمله کې د خوراکي توکو بیې 0.4 سلنه او د غیر خوراکي توکو بیې 0.5 سلنه لوړې شوې دي. د نورو مصرفي توکو بیې 0.1 لوړوالی او د خدماتي توکو بیې 1.1 سلنه لوړوالی ښيي.
































