د سه چوان ولایت د يي بین ښار په یون لیان ولسوالۍ کې د فبرورۍ د ۸مې نېټې سهار په ۱۱ بجو ۵۰ دقیقو غر ښويېدلی او د همدې ورځې د ماسپښین تر ۵ بجو پورې ۱۰ کورنۍ تر خاورو لاندې شوې او څه د پاسه ۳۰ تنه ورک شوي دي.
د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د یادې پېښې تر رامنځته کېدو وروسته مسوولینو ته امر کړی چې باید تر وسې پورې د ورکو کسانو د لټولو او ژغورلو او د مرګژوبلې د زیاتېدو د مخنیوي لپاره کوښښونه وکړي.
هغه ویلي، د مختلفو سیمو اړوند ارګانونه باید د ناورینونو پر وړاندې په جدي توګه ويښ او بیدار واوسي او د وګړیو د سر او مال خوندیتوب د ساتلو لپاره دې اغېزمن تدبیرونه ونیسي.
د چین صدراعظم لي چیانګ هم د دې پېښې په اړه وویل، اړوند ارګانونه باید په دې پېښه کې لاندې شویو کسانو د ژغورنې لپاره تر وسې پورې هڅې وکړي او تر دغې پېښې وروسته اړوند کارونه دې ښه ترتیب کړي.































