په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، طالبان باید په هېواد کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه کمه کړي. مېلر لغمان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، دی په ځانګړې توګه ولسي وګړو ته د ور اوښتونکې مرګژوبلې په اړه اندېښمن دی. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ننګرهار او اروزګان په ګډون ځینو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ تازه نښتو کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې ده. د نړیوالو ځواکونو قومندان ټینګار کړی چې دوحه کې د سولې خبرو ته هیل من دی، خو زیاته کړې یې ده چې افغانان د تاوتریخوالي کمېدل غواړي. نوموړي افغان ځواکونه د سیمې په کچه قوي ځواک یاد کړ چې کولای شي د خپلې خاورې او خلکو ښه ساتنه وکړي او نړیواله ټولنه ورسره د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې همکاره ده.
































