د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په تاجکستان کې له خپل تاجک سيال سراج الدین مهرالدین سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه کتنه کې اتمر وویل، افغانستان له تاجکستان څخه د لا ډېرې برېښنا د پېرودولو غوښتونکی دی. د افغانستان د برېښنا شرکت رییس هم په همدې سفر کې حضور لري، تر څو په دې اړه له تاجک چارواکو سره خبرې وکړي. د تاجکستان د بهرنيو چارو وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او د فرهنګي همکاریو د پیاوړتیا غوښتنې ترڅنګ وویل، تاجکستان د بندونو په جوړولو کې ښه تجربه لري او په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
































