چین د فبرورۍ له ۱۰مې نېټې څخه د امریکې پر ځینو وارداتو د لوړو تعرفو تګلاره عملي کړې ده.
د امریکې حکومت څه موده مخکې د فنټانیل (Fentanyl) په شمول د ځینو نورو مسئلو په پلمه پر چيني توکو د ۱۰ سلنه تعرفو د لوړولو اعلان وکړ او د فبرورۍ په ۴مې نېټې یې عملي کړ. چين هم هممهاله د امريکې د ياد اعلان په غبرګون کې ځوابي تګلاره اعلان کړه او د فبرورۍ په ۱۰مې نېټې یې د عمل جامه وراچوله.
چین په دغې کړنې سره خپله ټینګه رویه ښودلې او په ټينګار یې ويلي، که امریکا نور ګامونه پورته کړي، نو پر وړاندې به یې چوپه خوله پاتې نشي او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره به مشروع لارې چارې غوره کړي.
د چین د دولتي شورا د تعرفې د مقرراتو کمېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د امريکې پر سکرو او مایع طبیعي ګازو يې ۱۵ سلنه تعرفې لوړې کړي او پر اومو نفتو، کرنیزو ماشینونو او لویو موټرونو يې ۱۰ سلنه لوړې تعرفې لګولې دي.
چين په ټوله کې د امریکې پر انرژۍ او موټرو تعرفې لوړې کړې دي.
امريکا د چین پر تولیداتو د تعرفو د لوړولو موخه دا ښيي، چې خپل سوداګریز منفي توازن کم کړي او په کوردننه تولیدي چارې وساتي. خو په حقیقت کې دغه هېواد نه یوازې له چين سره، بلکې د خپل اقتصادي جوړښت له امله ډېرو نورو هېوادونو سره هم په سوداګرۍ کې منفي توازن لري.
د انرژۍ چارې مستثنی دي. شمېرې ښيي، چې تېر کال امریکا له چين سره د انرژۍ په سوداګرۍ کې د ۱۵۶ میلیارډو او ۶۷۶ میلیونو يوانو په ارزښت مثبت توازن درلوده.
دا د دې ښکارندويي کوي، چې د امريکې د يادې کړنې په غبرګون کې د چين ځوابي تګلاره مناسبه او اغېزمنه ده.
امریکايي رسنیو هم منلې، چې چین د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره يوازې يو انتخاب نه لري، بلکې کولی شي، چې د امریکې پر ځای له روسیې او منځني ختیځ څخه انرژي ولېږدوي.
د چین او امریکې تر پخواني سوداګریز کړکېچ وروسته، د چین توان او تجربې لوړې شوې دي.
په ۲۰۱۸ کال کې د چین او امریکې ترمنځ د مالونو عمومي سوداګریز ارزښت ۶۳۳ میلیارډه او ۵۲۰ میلیونه ډالره و، چې په دې جمله کې د چین مثبت توازن ۳۲۳ میلیارډه او ۳۳۰ میلیونه ډالره ښودل شوی دی. په تېر ۲۰۲۴ کال کې د دواړو خواوو د مالونو عمومي سوداګریز ارزښت ۶۸۸ میلیارډه او ۲۸۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې په دې رقم کې د چین مثبت توازن ۳۶۱ میلیارډه او ۳۲ میلیونه ډالره و.
یادې شمېرې د دې ښکارندويي کوي، چې د چین او امریکې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غوړېدلي او په ورته وخت کې د دواړو خواوو سوداګریز جوړښت هم د بدلون په حال کې دی.
شمېرې ښيي، د ۲۰۱۸ کال په نسبت، په وړم ۲۰۲۳ کال کې چین ته د امریکې په صادراتو کې د ټرانسپورتي تاسیساتو په شمول د ځینو تولیداتو اندازه ډېره کمه شوې او ځای یې د زراعت، انرژۍ او کاني اومو تولیداتو نيولی دی.
د یادولو ده، د نورو هېوادونو اومه تولیدات د امريکې د ورته توليداتو ځای نیولی شي. که امریکا له چین سره سوداګریز کړکېچ نور سخت کړي، نو بېجينګ به يې پر وړاندې ځوابي تدبیرونه ونیسي او باور دا دی، چې واشنګټن به ډېر زيانونه ومومي.
امریکې په تېرو څو کلونو کې خپل ملګري هېوادونه هڅولي، چې له چین سره سوداګریزې اړیکې پرې کړې او ترې غوښتي یې دي، چې د نړۍ په سوداګریز سیسټم کې د چین مقام وځپي. خو چین د امريکې له دغو ننګونو سره سره په تېرو مسلسلو ۷ کلونو کې د صادراتو په برخه کې لومړی نړيوال ځای نيولی دی.
په ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ په صادراتو کې د چین برخه ۱۴ اعشاریه ۲ سلنه ښودل شوې، چې دغه شمېر په ۲۰۱۸م کال کې د سوداګریز کړکېچ تر پیلېدو د مخکې وخت په پرتله ډېر زیات دی. دا د دې ښکارندويي کوي، چې د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د چین سوداګریزې اړیکې مخ په ټینګېدو دي.
چین نړۍ ته اړتیا لري او نړۍ هم چین ته اړتیا لري. همدغه جمله له امریکا سره د سوداګریز کړکېچ ضد د مبارزې لپاره د چین د باور څرګندويي کوي.































