د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه ويلي، چې په دې وروستيو ورځو کې امریکا او جاپان يوه ګډه اعلاميه خپره کړې ده چې د هغه په وينا، امريکا او جاپان په ياده اعلاميه کې د چين په کورنيو چارو کې علني لاسوهنه کړې.
ده ویلي چې امریکا او جاپان پر چین بېځایه تورونه لګولي او په دې سره يې سیمه ييز وضعيت يې لا کړکېچن کړی.
چيني لوري په دې اړه کلک مخالفت او احتجاج څرګند کړی دی.
چيني لوري له امریکا او جاپان څخه غوښتي، چې د يو چين اصل مراعات کړي، سمدلاسه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه بنده کړي، د تايوان بېلتون غوښتونکي دې نه لمسوي، د چین د ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا او سمندري حقونو ته دې درناوی وکړي.
ده دغه راز له امریکا او جاپان څخه غوښتي چې پر چين دې تور نه لګوي او په سیمه کې د سوله ییز پرمختګ لپاره دې ګام واخلي.
































