د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به له بریتانیا او ایرلنډ څخه ليدنه وکړي، د مونیخ په ۶۱پړاو امنیتي غونډه کې ګډون وکړي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د لوړې کچې غونډې مشري به وکړي.
نوموړی به دغه راز د جي شل ډلې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې هم ګډون وکړي.
د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه خبر ورکړی، چې وزير وانګ يي به د فبرورۍ له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير داويد لامي، د ايرلند د مرستيال صدراعظم سيمون هاريس او د مونيخ د امنيتي غونډې د رئيس کريستوف هیوسګن په بلنې، له بريتانيا څخه ليدنه وکړي.
ده ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به دغه راز له بريتانيايي لوري سره د چين او بريتانيا لسم ډيالوګ تر سره کړي، له ايرلنډ څخه به ليدنه وکړي او په جرمني کې به د مونیخ په ۶۱ مه امنيتي غونډه کې ګډون وکړي.
د وياند په خبره، په دې مياشت کې چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا نوبتي رئيسه هېواد په توګه دنده پيل کړې، نو هېواد به يې د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د څواړخيزتوب د پلي کېدو او د نړيوالې ادارې د بشپړتيا په عنوان د امنيت شورا لوړ پوړي غونډه تر سره کړي.
ده دغه راز وویل چې وانګ يي به نيویارک ته ولاړ شي او د دې غونډې مشري به وکړي.
سرچینه وايي، وانګ يي به د فبرورۍ له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د جي شل ډلې د رئيسه هېواد جنوبي افريقا د بهرنيو چارو وزير رونالډ لامولا په بلنه د جنوبي افريقا په جوبورګ ښار کې د دې ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړي.































