د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او مرستيال صدراعظم جانګ ګوه چينګ د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د مصنوعي ځيرکتيا په سرمشريزه کې ګډون او ويناو کړه.
نوموړي په خپله وينا کې ويلي، چې مصنوعي ځيرکتيا د تخنیکي او صنعتي انقلاب په نوي پړاو کې مهم خوځند ځواک ګرځېدلی دی. همده راز چين په لوړې مسئولانه سويې سره د مصنوعي ځيرکتيا په نړيواله اداره کې ګډون کوي. د هغه په وينا، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د مصنوعي ځيرکتيا د نړیوالې ادارې وړانديز وړاندې کړی او په دې برخه کې يې د چین پلان بیان کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې نړيواله ټولنه بايد د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ لپاره په ګډه نوښت او همکارۍ لا زیاتې کړي او نړيواله اداره لا بشپړه کړي. هېواد يې غواړي د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې له بېلابېلو هېوادونو سره په ګډه پرمختګ پياوړی کړي، امنيت خوندي کړي او برياليتوب شريک کړي، څو په ګډه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي.
د څه باندې ۳۰ هېوادونو ولسمشرانو، صدراعظمانو او عالي رتبه استازو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو په ياده سرمشريزه کې ګډون کړی او په ګډه يې » د ټولشموله او تلپاتې مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ له لارې انسانانو او ځمکنۍ کرې ته د ګټو رسولو اعلاميه « خپره کړې ده.
د فرانسې ولسمشر ايمامويل مکرون د جانګ ګوه چينګ د دغه سفر په ترڅ کې له نوموړي سره ليدنه کړې ده.
































