د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اسپ میدان سیمې د سرب او جستو کان تړون له یوه کورني شرکت سره چې د کانونو د را ایستنې، پروسس او سوداګریز شرکت دی، د څه باندې ۸۳ میلیون افغانیو په ارزښت تړون وکړ. سرپرست وزیر له دغه شرکته غوښتي، چې د کان کېندنې د ټولو اصولو پر بنسټ کار وکړي.
































